• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپورت

د افغانستان د ښځینه‌و والیبال ملي لوبډلې د ترکیې پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان د ښځینه‌و والیبال ملي لوبډلې د ترکیې پر وړاندې ماتې وخوړه

د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالۍ تېره ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې پیل شوې. د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې د افغانستان د ښځینه‌و والیبال ملي لوبډلې د ۳ـ۰ په توپیر د ترکیې پر وړاندې ماتې وخوړه.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبه؛ افغان لوبډله لومړی توپ وهنه کوي

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبه؛ افغان لوبډله لومړی توپ وهنه کوي

د افغانستان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې نن د بنګله‌دېش د ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو لوبلړۍ درېیمه لوبه پیل کړه. دغه لوبه د افغانستان په وخت د سهار په ۷:۳۰ بجو پېل شوې.

میرویس عزیزي د فوټسال ملي لوبډلې ته یو میلیون افغانۍ اعلان شوې جایزه وسپارله

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس وایي، د عزیزي سوداګریز ګروپ مشر میرویس عزیزي د افغانستان ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله د یوې غونډې پر مهال وستایله او د یو میلیون افغانیو جایزه یې هم ورکړه.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په ۹ ګولونو له تاجکستان نه لوبه وګټله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې«لویان»د اسلامي هېوادونو د یووالي سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د تاجکستان لوبډله د ۵ پر وړاندې په ۹ ګولونو ماته کړه.

د افغانستان د ښځینه‌و والیبال ملي لوبډله نن له ترکیې سره لوبه کوي

د افغانستان د ښځینه‌و والیبال ملي لوبډله نن له ترکیې سره لوبه کوي

د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالیو په لړ کې نن د افغانستان د ښځینه‌و والیبال ملي لوبډله له ترکیې سره لوبه کوي. دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځه بجو پیلېږي.

افغان کرېکټ بورډ وايي له دوو جګپوړو بهرنیو روزونکو سره یې همکاري پای ته رسیږي

افغان کرېکټ بورډ وايي له دوو جګپوړو بهرنیو روزونکو سره یې همکاري پای ته رسیږي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي جناتن ټراټ او د توپوهنې روزونکي انډریو پوټیک دندې به تر ټاکل شویو نیټو وروسته، پای ته رسېږي.

د هند د ښځو کرېکټ لوبډله د سوېلي افریقا په ماتولو سره د ښځو د نړۍوال جام اتله شوه

د هند د ښځو کرېکټ لوبډله د سوېلي افریقا په ماتولو سره د ښځو د نړۍوال جام اتله شوه

د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په نړۍوال جام کې د سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۵۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. دغه سیالۍ د هند د نوې ممبۍ په لوبغالي کې تر سره شوې، چې ۸ لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.

افغانستان له زمبابوې څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

افغانستان له زمبابوې څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې کرېکټ لوبډلې ته په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې د ۹ منډو په توپیر ماته ورکړه او د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې درې ـ صفر په خپله ګټه پای ته ورسوله.

میرویس عزیزي د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډلې لپاره د یو میلیون افغانیو جایزه اعلان کړه

میرویس عزیزي د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډلې لپاره د یو میلیون افغانیو جایزه اعلان کړه

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي، د اسیا د فوټسال اتلولي ګتل تاریخي بریا ده او نوموړي د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د هڅونې په موخه د یو میلیون افغانیو جایزه هم اعلان کړه.

کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د طالبانو د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. دا سیالۍ د وزلوبې راتلونکو سیالیو ته د چمتووالي په موخه ترسره شوې دي.

ننګرهار کې د ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ شوي

ننګرهار کې د ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ شوي

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ اداره وايي چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې. د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، دا سیالۍ د تنکیو زلمیانو، ځوانانو او لویانو په درېیو سني کټګورۍ ترسره شوې دي.

د اسیام جام تر ګټلو وروسته؛ د افغانستان د فوټسال ۱۷ کلنه لوبډله کابل ته رسېدلې

د اسیام جام تر ګټلو وروسته؛ د افغانستان د فوټسال ۱۷ کلنه لوبډله کابل ته رسېدلې

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق ویلي چې د کابل په هوايي ډګر کې د فوټسال لوبډلې تود هرکلی شوی او ورته ځانګړي مراسم هم نیول شوي. د ۱۷ کلنو دې لوبډلې کابل ته د اسیا جام اتلولي ور وړې.

احمدالله وثیق: افغان لوبغاړو په اسیايي سیالیو کې ۶ مډالونه ګټلي

احمدالله وثیق: افغان لوبغاړو په اسیايي سیالیو کې ۶ مډالونه ګټلي

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې، او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق وايي، افغان لوبغاړو په اسیایي سیالیو کې ۶ مډالونه ګټلي دي. دغه سیالۍ چې د افغانستان په ګډون د ۴۵ هېوادونو تر منځ پیل شوې وې، د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) پای ته ورسېدې.

افغانستان په دویمه شل اوریزه لوبه کې زمبابوې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړه

افغانستان په دویمه شل اوریزه لوبه کې زمبابوې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړه. د لوبې پچه زمبابوې لوبډلې ګتلې وه او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۶ منډو هدف ورکړی و.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تاریخي بریا ته ځینو سیاسي شخصیتونو غبرګونونه ښودلي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تاریخي بریا ته ځینو سیاسي شخصیتونو غبرګونونه ښودلي

بېلابېلو سیاسي مشرانو، د خواله رسنیو کاروونکو، افغانانو او طالب چارواکو د فوټسال په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د تنکیو ځوانانو د فوټسال ملي لوبډلې اتلولي ستایلې ده.

د رزمي لوبو افغان لوبغاړی فرامرز محمد له خپل سیال رایان کمپبل سره لوبه کوي

د رزمي لوبو افغان لوبغاړی فرامرز محمد له خپل سیال رایان کمپبل سره لوبه کوي

د رزمي لوبو افغان لوبغاړی فرامرز محمد له خپل سیال رایان کمپبل سره لوبه کوي. فرامرز محمد له درې کلن ځنډ وروسته د راتلونکې لېندۍ میاشتې په ۱۵مه نېټه له خپل سکاټلنډي سیال سره د انګلستان په نیوکاسل ښار کې لوبه کوي.

افغانستان ایران ته په ماتې ورکولو د اسیا د ځوانانو فوټسال اتلولي‌ خپله کړه

افغانستان ایران ته په ماتې ورکولو د اسیا د ځوانانو فوټسال اتلولي‌ خپله کړه

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیایي ځوانانو د اتلولۍ په پایلوبه کې ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه او د اسیا اتله لوبډله شوه. دا لوبه د بحرین په پلازمینه ماناما کې د خلیفه ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.

د ځوانانو د اسیا جام سیالیو پایلوبه؛ افغان لوبډله نن د ایران پر وړاندې لوبه کوي

د ځوانانو د اسیا جام سیالیو پایلوبه؛ افغان لوبډله نن د ایران پر وړاندې لوبه کوي

د افغانستان د ۱۷ کلونو څخه کم عمره د فوټسال ملي لوبډله به نن د ځوانانو د اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې له ایران سره لوبه وکړي. دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو د بحرین په کوربه‌توب پیلېږي.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

د طالبانو د المپيک، بدنې روزنې او سپورټ اداره وايي، چې د افغانستان والیبال ملي‌ لوبډلې د مرکزي‌ اسیا په سیالیو کې دویم مقام خپل کړی او نن هېواد ته راستنه شوه. ملي لوبډلې په دې سيالیو کې ۶ لوبې ترسره کړې، چې په درېیو بریاوو سره پایلوبې ته ولاړه

افغانستان په لومړۍ شل اوریزه سیالي کې زمبابوې ته ماته ورکړه

افغانستان په لومړۍ شل اوریزه سیالي کې زمبابوې ته ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د ۵۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

افغان لوبغاړي له زمبابوې سره په شل ‌اوریزه سیالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شول

افغان لوبغاړي له زمبابوې سره په شل ‌اوریزه سیالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شول

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان د زمبابوې پر وړاندې د درې شل‌اوریزو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پچه (ټاس) وګاټه او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. دا سیالي د افغانستان پر وخت نن مازدیګر ۴ بجې د زمبابوې په کوربه‌توب پیل شوه.

د اروپا د بدن ښکلا په سیالیو کې افغان ورزشکار بسم‌الله مرداني ښه ځلېدلی

د اروپا د بدن ښکلا په سیالیو کې افغان ورزشکار بسم‌الله مرداني ښه ځلېدلی

د شمالي اروپا د بدن ښکلا سیالۍ چې د سویډن په «الینګسوس» ښار کې ترسره شوې، په‌کې افغان ورزشکار بسم‌الله مرداني هم برخه اخیستې وه. بسم‌الله چې دا مهال په فنلنډ کې اوسېږي او د فنلنډ د بدن ښکلا د ملي لوبډلې غړی هم دی، په دغه سیالیو کې ښه ځلېدلی دی.