• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړۍ

رافایل ګروسي: ایران باید د اټومي چارو په برخه کې همکاري پراخه کړي

رافایل ګروسي: ایران باید د اټومي چارو په برخه کې همکاري پراخه کړي

د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي ویلي، چې ایران باید د ملګرو ملتونو له څارونکو سره خپلې اټومي همکارۍ پراخه کړي؛ ترڅو له لوېدیځو هېوادونو سره د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

مسلمان ظهران ممداني د پراخ ولسي ملاتړ پر مټ د نيويارک ښاروال شو

مسلمان ظهران ممداني د پراخ ولسي ملاتړ پر مټ د نيويارک ښاروال شو

ظهران ممداني د نیویارک د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې او د یاد ښار د لومړي مسلمان ښاروال په توګه وټاکل شو. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ټسلا او سپېس اېکس شرکتونو اجرایوي مشر اېلان ماسک د هغه د بریا مخالفت کړی و.

د بې‌پیلوټه الوتکې د ګواښ له امله د بروکسل هوايي ډګر وتړل شو

د بلجیم د بروکسل نړۍوال هوايي ډګر د سې‌شنبې په ماښام د یوې بې‌پیلوټه الوتکې تر لېدنې وروسته وتړل شو. د بلجیم د هوايي ټرافیک ادارې او د هوايي ډګر ویاندې ویلي، چې تر بلې خبرتیا پورې ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.

امریکا سعودي عربستان ته د ۴۸ پرمختللو اېف-۳۵ جنګي الوتکو د پلورلو په اړه ارزونه کوي

رویټرز خبري ازانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د سعودي عربستان د ۴۸ پرمختللو اېف-۳۵ جنګي الوتکو د پېرلو غوښتنې په اړه ارزونه کوي. دغه راپور واشنګټن ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر خبر سره هم‌مهاله خپور شوی.

د امریکا د فډرالي هوايي چلند اداره: د یو‌پي‌اېس شرکت الوتکه په کنتاکي ایالت کې نسکوره شوې

د امریکا د فډرالي هوايي چلند اداره: د یو‌پي‌اېس شرکت الوتکه په کنتاکي ایالت کې نسکوره شوې

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې اعلان کړی، چې د یو‌پي‌اېس شرکت یوه الوتکه د محمدعلي له هوايي ډګر څخه له الوتنې وروسته د کنتاکي ایالت په لويې‌ویل ښار کې نسکوره شوې ده.

د ایران په شلو ولایتونو کې په تېرو ۴۳ ورځو کې یو څاڅکی باران هم نه دی شوی

د ایران په شلو ولایتونو کې په تېرو ۴۳ ورځو کې یو څاڅکی باران هم نه دی شوی

د اوبو د سرچینو د مدیریت شرکت یو تازه راپور ښيي، چې د مني له پیل راهیسې تر اوسه پورې د ایران له ۳۱ ولایتونو څخه په ۲۰ ولایتونو کې یې «یو څاڅکی باران» هم نه دی شوی. دا وضعیت په تېرو شپېتو کلونو کې بې‌ساری ګڼل کېږي.

امریکا د «میلیسا» توپان له امله اغېزمنو شویو هېوادونو ته ۲۴ میلیونه ډالره برابروي

امریکا د «میلیسا» توپان له امله اغېزمنو شویو هېوادونو ته ۲۴ میلیونه ډالره برابروي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متحده ایالات به د تېرې اوونۍ د «میلیسا» توپان له امله اغېزمنو شویو هېوادونو جامایکا، هایټي، باهاماس او کیوبا ته ۲۴ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ورکړي.

د جرمني پولیسو د درغلۍ او پیسو سپینولو په شک پر ځینو شبکو نړۍوال عملیات ترسره کړي

د جرمني پولیسو د درغلۍ او پیسو سپینولو په شک پر ځینو شبکو نړۍوال عملیات ترسره کړي

د جرمني د فډرالي جنايي پولیسو دفتر ویلي، چې دوی د درغلۍ او د پیسو د سپینولو پر هغو شبکو ګډ نړۍوال عملیات ترسره کړي، چې د جرمني د پیسو لېږد شرکتونه یې هدف ګرځولي او د سلګونو میلیونه یورو زیان یې اړولی دی.

ایران دوه فرانسوي وګړي له بند څخه خوشې کړل

ایران دوه فرانسوي وګړي له بند څخه خوشې کړل

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سې‌شنبې په ورځ وویل، ایران هغه دوه فرانسوي وګړي چې درې کاله وړاندې یې نیولي وو، خوشې کړي دي. داسې ښکاري چې دا اقدام د هغه ایراني محصل په بدل کې شوی، چې د اکټوبر په میاشت کې په مشروط ډول خوشې شوی و.

په هند کې د اورګاډو د تکړ له امله ۸ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي

په هند کې د اورګاډو د تکړ له امله ۸ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي

د هند په چتیسکر ایالت کې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) د یوه مساپر وړونکي او بار وړونکي اورګاډو د ټکر له امله لږ‌تر‌لږه اته کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د مکسیکو ولسمشرې په دغه هېواد کې د امریکا یو اړخیز پوځي عملیات رد کړل

د مکسیکو ولسمشرې په دغه هېواد کې د امریکا یو اړخیز پوځي عملیات رد کړل

د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شاینباوم د سې ‌شنبې په ورځ وویل چې په مکسیکو کې د امریکا یو اړخیز پوځي اقدام «هیڅکله نه‌شي کېدای». شاینباوم وویل، « دا به ونه‌شي. موږ ته داسې راپورونه نه‌دي رسېدلي او له دې سره موږ هېڅ موافق نه‌یو».

په کامرون کې د ولسمشرۍ ټاکنو پرضد اعتراضونو کې ۴۸ کسان وژل شوي

په کامرون کې د ولسمشرۍ ټاکنو پرضد اعتراضونو کې ۴۸ کسان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د سرچینو له مخې، د کامرون امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ضد د اعتراضونو پر مهال ۴۸ ملکي کسان وژلي دي.

د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر ډیک چېني په ۸۴ کلنۍ کې ومړ

د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر ډیک چېني په ۸۴ کلنۍ کې ومړ

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستیال او په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړې کلیدي ملاتړی ډیک چيني د دوشنبې په ورځ د سینه‌ بغل او د زړه او رګونو ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. د هغه کورنۍ دا خبر د سې‌شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې تایید کړی دی.

روسیې د اوکراین د یوه مهم ښار پوکروفسک محاصره سخته کړې

روسیې د اوکراین د یوه مهم ښار پوکروفسک محاصره سخته کړې

روسیې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د پوکروفسک ښار شاوخوا پر اوکرایني پوځیانو د محاصرې کړۍ نوره هم را تنګه کړې ده. دغه ښار د ترانسپورټ او لوژستیک مهم مرکز دی چې روسي ځواکونه یې له یو کال راهیسې د نیولو هڅه کوي.

په بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې ۴وسله‌وال وژل شوي دي

په بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې ۴وسله‌وال وژل شوي دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې د بلوچستان په کلات کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور وسله‌وال وژل شوي دي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسله‌وال په څو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو.

په فیلیپین کې د «کلمایګي» توپان له امله دوه کسان مړه شوي دي

په فیلیپین کې د «کلمایګي» توپان له امله دوه کسان مړه شوي دي

د فیلیپین د ملي ناورین ادارې ویلي، د سختو بارانونو، توپان او سېلابونو له امله د دغه هېواد مرکزي برخې تر اوبو لاندې شوې دي چې له امله یې لږترلږه دوه کسان مړه او سلګونه زره خلک بې‌ځایه شوي دي.

د اسلام‌اباد په ستره محکمه کې چاودنه شوې

د اسلام‌اباد په ستره محکمه کې چاودنه شوې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د سترې محکمې په ودانۍ کې چاودنه شوې ده. د ځایي رسنیو د راپور له مخې، په دغه پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي؛ خو لاتر اوسه د مرګ‌ژوبلې د کره شمېرې په اړه راپور نه‌دی ورکړل شوی.

اسراییل پنځه فلسطیني بندیان خوشې کړل

اسراییل پنځه فلسطیني بندیان خوشې کړل

الجزیرې راپور ورکړی، چې اسراییل د اوربند تړون له مخې تازه پنځه فلسطیني بندیان خوشې کړي دي. دغه پنځه کسان چې د دوشنبې په ماښام خوشې شوي، د طبي معایناتو لپاره د غزې د دېر البلاح الاقصی روغتون ته لېږدول شوي.

سامیه حسن د تنزانیا ولسمشره شوه

سامیه حسن د تنزانیا ولسمشره شوه

سامیه سولوهو حسن د تنزانیا د ولسمشرې په توګه په یوې غونډه کې لوړه وکړه. هغې ژمنه وکړه، چې په یاد هېواد کې به د تېرې اونۍ د جنجالي ټاکنو په تړاو د روانو خونړیو لاریونونو مخه ونیسي.

مېرڅ د سوریې ولسمشر ته د جرمني د سفر بلنه ورکړه

مېرڅ د سوریې ولسمشر ته د جرمني د سفر بلنه ورکړه

د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې هغه د سوریې ولسمشر ته د برلین د سفر بلنه ورکړې ده. ښاغلي مېرڅ ویلي، چې د سوريایي کډوالو اېستل به د الشرع سره د هغه د ناستې یو له اصلي موضوعاتو څخه وي.

ټرمپ: چین پر تایوان د برید پایلو په اړه ښه پوهېږي

ټرمپ: چین پر تایوان د برید پایلو په اړه ښه پوهېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د چین ولسمشر شي جېن پېنګ ښه پوهېږي که هېواد یې پر تایوان د برید هڅه وکړي؛ نو پایلې به یې څه وي. هغه له سي‌بي‌اېس شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د شي جېن پېنګ سره یې په ​​لیدنه کې د تایوان موضوع په بشپړه توګه نه‌ده مطرح شوې.

برازیل د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس پيل کړ

برازیل د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس پيل کړ

برازیل د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون دېرشم کنفرانس (COP30) پيل کړ او هیله لري، چې د تودوخې پر ضد د مبارزې لپاره د نړۍوالې ټولنې اراده لا هم څرګنده پاتې شي. دا په داسې حال کې ده، چې روان کال له اقتصادي ناورینونو او د امریکا له‌خوا د اقلیمي ژمنو د لغوه کېدو سره مل و.